روسيي امنيتي چارواکي وايي، د يوې داسې ډلې پلان يې شنډ کړى، چې غوښتل يې د جمهوري رياست له ټاکنو وروسته لومړى وزير ويلاديميرپوتين په يوه بريد کې ووژني.
روسيي امنيتي چارواکي وايي، د يوې داسې ډلې پلان يې شنډ کړى، چې غوښتل يې د جمهوري رياست له ټاکنو وروسته لومړى وزير ويلاديميرپوتين په يوه بريد کې ووژني.
په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې روسي چارواکو په دې تور دوه تنه نيولي دي.
د چارواکو په وينا، دغو دوو تنو د اوکراين په اوډيسا ښار کې په يوه پلان کار کولو، چې له مخې يې له ټاکنو وروسته به پوتين په يوه بريد کې ووژني او په مسکو کې يې د بريدونو پلان هم جوړ کړى و.
چارواکي زياتوي، چې دغه کسان د متحده عربي اماراتو څخه د ترکيې له لارې اوکرين ته ورغلي وو او د چچنيايي قومندان عمروف له ملاتړه برخمن وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


