د پاكستان په قبايلي سيمې خيبرايجنسۍ كې پر يوه كور د هاوان مرمۍ د پرېوتو له كبله ۶ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خيبر ايجنسۍ كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه يې ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه مرمۍ تېره شپه له باړې بازار څخه
د پاكستان په قبايلي سيمې خيبرايجنسۍ كې پر يوه كور د هاوان مرمۍ د پرېوتو له كبله ۶ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خيبر ايجنسۍ كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه يې ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه مرمۍ تېره شپه له باړې بازار څخه نږدې درې كيلومتره لرې لويديځ خوا ته په اكاخېل سيمه كې د محمد علي ذخه خېل په كور راپرېوتې، چې له كبله يې د درېيو ماشومانو په ګډون څلور تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته كړې، چې په وژل شويو كسانو كې د محمد علي مېرمن، دوه لوڼې او يو زوى او دغه راز په ټپيانو كې يې دوه خوريونه شامل دي.
د ده په وينا، په پېښه كې د كور دوه خونې په مكمل ډول له منځه تللې دي، چې له كبله يې مړي او ټپيان د خاورو لاندې شوي وو.
د ده د معلوماتو له مخې، ځايي خلكو مړي او ټپيان د ړنګې شويو خونو له خاورو راويستي او ټپيان يې سيمه ييز روغتون ته د درملنې لپاره لېږدولي دي.
د يادونې وړ ده، چې په باړه له تېرو دوو كالو راهيسې نااعلان شوي عمليات دوام لري، چې له كبله يې د امنيتي ځواكونو سربېره ملكي خلك هم په نښه كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


