د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهاټ د بسونو يوه تم ځاى ته څېرمه چاودنه شوې، چې له كبله يې د لومړنيو معلوماتو له مخې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهاټ د بسونو يوه تم ځاى ته څېرمه چاودنه شوې، چې له كبله يې د لومړنيو معلوماتو له مخې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکي وايي، چې دغه چاودنه په يوه موټر كې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونكو توكو پرمټ شوې، چې په ترڅ كې يې ١٠ تنه وژل شوي، ۳۲ تنه ټپيان دي، چې د پنځو هغو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.
ويل كېږي په دې چاودنې كې ١٥ موټرو ته هم زيان اوښتې.
چارواکي زياتوي، چې مرستندويه ډلې د پېښې ځاى ته رسېدل او د ژوبلو او مړو په انتقالولو بوختې دي.
تراوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


