د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په یوې اعلامیې کې د یمن خلکو ته د جمهوري رياست په ټاکنو کې د ګډون مبارکي ویلې. نوموړې په یمن کې پرونۍ ټاکنې د ډیموکراسۍ او اصلاحاتو پر لور یو مهم ګام وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په یوې اعلامیې کې د یمن خلکو ته د جمهوري رياست په ټاکنو کې د ګډون مبارکي ویلې.
نوموړې په یمن کې پرونۍ ټاکنې د ډیموکراسۍ او اصلاحاتو پر لور یو مهم ګام وباله.
د مېرمن کلنټن په وینا، د جمهوري رياست په ټاکنو کې د یمنیانو ګډون یو روڼ پیغام غبرګوي، او دا ښيي، چې دوی یوه ډیموکرات راتلونکې ته هیله من دي، خو لا هم ځیني مهم کارونه پاتي دي.
نوموړې زیاته کړه، چې امریکا به له یمن څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ویلو ده، چې په یمن کې پرون د سه شنبې په ورځ د جمهوري رياست ټاکنې ترسره شوې.
دې ټاکنو ته عبدالرب منصور هادي یوازینی نوماند و.
په یمن کې دا ټاکنې د علي عبدالله صالح تر ۳۳ کلنې واکمنۍ وروسته ترسره شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


