د نړیوال اتومي اژانس چارواکي وايي، چې ایران ته د دوی د ورغلي پلاوي سفر بې پایلې پايته ورسېد. د یادې ادارې مشر یوکیا امانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ایران د دوی پلاوي ته د پارچین په نامه له یوې پوځي سیمې څخه د لیدنې اجازه نه ده ورکړې.
د نړیوال اتومي اژانس چارواکي وايي، چې ایران ته د دوی د ورغلي پلاوي سفر بې پایلې پايته ورسېد.
د یادې ادارې مشر یوکیا امانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ایران د دوی پلاوي ته د پارچین په نامه له یوې پوځي سیمې څخه د لیدنې اجازه نه ده ورکړې.
نوموړي افسوس ښودلی او ويلي يې دي، چې د ایران دولت په دویم ځل هم له نوموړې سیمې څخه د لیدنې اجازه ور نه كړه.
د ویلو ده، چې د نړیوال اتومي اژانس دا پلاوی د تېرې یکشنبې په ورځ له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو په موخه تهران ته تللی و.
ایران په دې وروستیو کې یو ځل بیا د خپل اتومي پروګرام پر سر له سختو نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخ شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


