وروسته له هغې، چې د امريکا کانګرس يوه مسوده تصويب کړه او په هغې كې يې بلوچستان ايالت ته حق ورکړ، چې خپلې پريکړې وکړي، د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د امريکا سفير احضار کړ او په دې اړه يې ورته خپل غبرګون څرګند کړ.

پاکستاني چارواکو د امريکا سفير ته ويلي، چې په دغسې کړنو د دواړو هېوادنو دوستانه اړيکې خرابېدلى شي.
د پاکستان دولت ويلي، چې دغه قرارداد د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوالو قوانينو خلاف عمل دى.
له دې سره هم مهاله د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر امريکا ته خبردارې ورکړ، چې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونکړي.
کهر له بي بي سي سره په مرکې کې دغه مسوده يوه نه منوونکې مسخره وبلله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ