اروپايي ټولنې د ایران هغه پرېکړه بې ارزښته وبلله، چې د یادې ټولنې پر غړو هېوادونو به تېل نه پلوري. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسول سباستین برابانت پرون د دوشنبې په ورځ وویل، چې اروپايي ټولنه د اومه تېلو له احتمالي بندیز سره د مقابلې
اروپايي ټولنې د ایران هغه پرېکړه بې ارزښته وبلله، چې د یادې ټولنې پر غړو هېوادونو به تېل نه پلوري.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسول سباستین برابانت پرون د دوشنبې په ورځ وویل، چې اروپايي ټولنه د اومه تېلو له احتمالي بندیز سره د مقابلې لپاره کافي زېرمې لري.
په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپه هم ویلي، چې د ایران دا پرېکړه خندونکې او د نورو د پارولو لپاره خیالي بڼه لري.
د ویلو ده، چې د ایران د تېلو د ملي شرکت مسول احمد قعله باني پرون پر فرانسوي او برتانوي شرکتونو د ایران د تېلو د خرڅلاو بندیز ته په اشارې سره وویل، چې که اروپايي هېوادونه خپلو دښمنانه کړنو ته دوام ورکړي، نو ایران به پرې د تېلو صادرات بند کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

