د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ماليې وزيران يونان ته د پور ورکولو پر سر سلا شول. د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دې وزيرانو نن يونان ته د ۱۷۲ ملياردو ډالرو له ورکړې سره هوکړه وکړه.
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ماليې وزيران يونان ته د پور ورکولو پر سر سلا شول.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دې وزيرانو نن يونان ته د ۱۷۲ ملياردو ډالرو له ورکړې سره هوکړه وکړه.
يونان ته دا پور له ديواليه کيدا څخه د ژغورنې په موخه ورکول کيږي.
يونان په دې وروستيو کې له سخت اقتصادي کړکيچ سره مخ شوي، چې د نوې اقتصادي پاليسۍ پر اساس اوس د دولتي کارکونکو په معاشونو کې هم د پام وړ کموالي راغلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


