هندي پوليسو د ايټاليا سمندري ځواکونو دوه سرتيري د دوو هندي کب نيوونکو د وژنې په تور بنديان کړل. ايټالوي چارواکي وايي، چې د دوى سمندري ځواکونو پر هندي کب نيوونکې بېړۍ تر خبرداري وروسته بريد کړى.
هندي پوليسو د ايټاليا سمندري ځواکونو دوه سرتيري د دوو هندي کب نيوونکو د وژنې په تور بنديان کړل.
ايټالوي چارواکي وايي، چې د دوى سمندري ځواکونو پر هندي کب نيوونکې بېړۍ تر خبرداري وروسته بريد کړى.
د دوى په وينا، ځواكونو يې پر هندي کب نيوونکو د سمندري غلو ګومان کړى وو، خو بلخوا بيا هندي چارواکي ټېنګار کوي، چې کب نيوونکو سره وسله نه وه او پوليسو د دوى د وژنې پېښه تر څېړنې لاندې نيولې.
د ويلو ده، چې د يادو هندي کب نيوونکو وژنه، د هند او ايټاليا د ډيپلوماتيکو اړيکو د ترينګلتيا لامل شوى او د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت له نوي ډيلي څخه خپل سفير د سلا مشورې لپاره ورغوښتى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

