ټاکل شوې، چې د نړيوال اټومي اژانس يو پلاوى نن د دوشنبې په ورځ په تهران کې له ايراني چارواکو سره د خبرو اترو لړۍ پيل کړي. له ايران سره د اټومي لانجې پر سر د دغه پلاوي خبرې داسې مهال پيلېدونکي دي، چې په دې وروستيو کې پر ايران د اسرائيلو د احتمالي بريد اوازې ګرمې شوې دي.
ټاکل شوې، چې د نړيوال اټومي اژانس يو پلاوى نن د دوشنبې په ورځ په تهران کې له ايراني چارواکو سره د خبرو اترو لړۍ پيل کړي.
له ايران سره د اټومي لانجې پر سر د دغه پلاوي خبرې داسې مهال پيلېدونکي دي، چې په دې وروستيو کې پر ايران د اسرائيلو د احتمالي بريد اوازې ګرمې شوې دي.
خو بلخوا بيا د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ او د امريکا د وسله والو ځواکونو لوي درستيز جنرال مارټين ډمپسي اسرائيل پر ايران له بريده منع کړى.
دوى په جلا جلا توګه ويلي، چې پر ايران بريد به د سيمې لپاره ناوړې پايلې ولري.
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ له بي بي سي سره په خبرو کې پر ايران د اسرائيلو احتمالي بريد غير عاقلانه وباله، په همدې حال کې جنرال ډمپسي هم له سي ان ان سره وويل، چې دا کار مدبرانه نه دي.
د ويلو ده، چې اسرائيلو په دې وروستيو کې پر ايران له وضع شويو بنديزونو هرکلي کړي، خو اوس داسې ښيي، چې ګواکې د صبر کاسه يې ډکه شوې او پر ايران د بريد احتمال لرې نه بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


