راپورونه وايي، چې ايران پر فرانسې او بريتانيې د تېلو د خرڅلاو د بندېدو اعلان کړى. د دې هېواد د تېلو د وزارت يوه چارواکي علي رضا راهير ويلي، چې ايران پر بريتانيې او فرانسې د تېلو خرڅلاو درولى دى.
راپورونه وايي، چې ايران پر فرانسې او بريتانيې د تېلو د خرڅلاو د بندېدو اعلان کړى.
د دې هېواد د تېلو د وزارت يوه چارواکي علي رضا راهير ويلي، چې ايران پر بريتانيې او فرانسې د تېلو خرڅلاو درولى دى.
د ايران د تيلو وزارت چارواکو ويلي، چې له دې وروسته به دوى پر نورو هېوادونو تېل وپلوري.
د امريکا له لورې پر ايران د نويو بنديزونو له پرېکړې وروسته به اروپايي ټولنه هم د راتلونکې جولاى مياشتې په لومړۍ نېټه له ايرانه د تېلو پېرل ودروي.
امريکا او اروپايي ټولنه وايي، چې له دغې لارې دوى پر ايران فشارونه زياتوي، ترڅو دغه هېواد له خپل اټومي پروګرام څخه لاس په سر شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


