د پاکستان د قبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ په پاړا چينار بازار کې پرون غرمه مهالې په يوې چاودنې او بيا ترې وروسته لاريون کې د وژل شويو كسانو شمېره ۳۱ تنو ته ورسېده.
د پاکستان د قبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ په پاړا چينار بازار کې پرون غرمه مهالې په يوې چاودنې او بيا ترې وروسته لاريون کې د وژل شويو كسانو شمېره ۳۱ تنو ته ورسېده.
ويل كېږي په دې بريد او لاريون كې نږد څلوېښت تنه ټپيان شوي هم دي.
د کرمې ايجنسۍ يوه ځايي قومي مشر ساجد حسين د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې پرون تر چاودنې وروسته د سيمې استوګنو لاريون وکړ، چې د امنيتي ځواکونو لخوا پرې بريد وشو او ګڼ خلک يي ووژل.
د نوموړي په وينا، چاودنه د جمعې تر لمانځه وروسته په بازار کې له جومات څخه د لمونځ کونکو تر راوتلو وروسته رامنځ ته شوه.
د هغه د معلوماتو پر اساس دا يو ځانمرګي بريد و، چې موخه يې دغه جومات و.
د ويلو ده، چې په کرمه ايجنسۍ کې له تېرو درېيو کلونو راهيسې امنيتي حالات ترينګلي شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


