ads

مېرمن كلنټن او اشټون د سعيد جليلي د ليك هركلى وكړ

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن او د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسولې کاترين اشټون، د ايران د ملي امنيت د عالي شورا د سرمنشي سعيد جليلي له هغه ليک څخه محتاطانه هرکلى کړى، چې د اټومي لانجې په اړه د خبرو اترو په تړاو پنځه جمع يو ډلې ته استولى. د […]

نویسنده: TKG
29 سلواغه 1390
مېرمن كلنټن او اشټون د سعيد جليلي د ليك هركلى وكړ

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن او د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسولې کاترين اشټون، د ايران د ملي امنيت د عالي شورا د سرمنشي سعيد جليلي له هغه ليک څخه محتاطانه هرکلى کړى، چې د اټومي لانجې په اړه د خبرو اترو په تړاو پنځه جمع يو ډلې ته استولى.

مېرمن کلنټن د ښاغلي جليلي دا ليک، چې د مېرمن اشټون د اکتوبر مياشتې د ليک په ځواب کې  لېږلى، مهم وباله او دا يې د پنځه جمع يو ډلې لخوا غوښتونکي ځواب ياد کړ.

نوموړې زياته کړه، چې دا يو مهم ګام دى او د ايران لخوا د دې ليک هرکلى کوو.

د مېرمن کلنټن په وينا، د مذاکراتو بيا پيلول بايد ګټور او يوه نتيجه ولري.

جليلي تېره اونۍ د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسولې ته ليک واستاوه، چې په کې له پنځه جمع يو ډلې سره د ايران د خبرو اترو چمتو والي اعلان شوى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA