ads

کېمرون منتر: پاکستان نه غواړي، چې امريکايي سرتيري له افغانستانه ووځي

په اسلام اباد کې د امريکا سفير کېمرون منتر تېره ورځ وويل، چې د پاکستان د آي اېس آي او د امريکا د سي آي اې ترمنځ همکاري د تېر په څېر دوام لري. نوموړي، چې د امريکا د باسټن ايالت په هارورډ کينډي پوهنتون کې يې خبرې کولې وويل، پاکستاني سياستوال او چارواکي نه […]

نویسنده: TKG
27 سلواغه 1390
کېمرون منتر: پاکستان نه غواړي، چې امريکايي سرتيري له افغانستانه ووځي

په اسلام اباد کې د امريکا سفير کېمرون منتر تېره ورځ وويل، چې د پاکستان د آي اېس آي او د امريکا د سي آي اې ترمنځ همکاري د تېر په څېر دوام لري.
نوموړي، چې د امريکا د باسټن ايالت په هارورډ کينډي پوهنتون کې يې خبرې کولې وويل، پاکستاني سياستوال او چارواکي نه غواړي، چې امريکايي سرتيري له افغانستان څخه ووځي.

 

 

په اسلام اباد کې د امريکا سفير کېمرون منتر تېره ورځ وويل، چې د پاکستان د آي اېس آي او د امريکا د سي آي اې ترمنځ همکاري د تېر په څېر دوام لري.

نوموړي، چې د امريکا د باسټن ايالت په هارورډ کينډي پوهنتون کې يې خبرې کولې وويل، پاکستاني سياستوال او چارواکي نه غواړي، چې امريکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

د پاکستان د نېشن انګليسي ژبې ورځپاڼې د راپور له مخې، کېمرون منتر دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له دې وکړې، چې د پاکستان ددفاع وزير وويل، چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د اکمالاتو لپاره پاکستان خپله ټرانزيټي لار موقتاً پرانيستې ده.

نوموړي د امريکا او پاکستان د پوځونو ترمنځ اړيکې ښې وبللې.

هغه د امريکا مشرتابه ته سپارښتنه وکړه، چې د پاکستان په وړاندې داسې پاليسي خپله کړي، چې د دغه هېواد په چارو کې مداخله ټيټې او شفافيت لوړې كچې ته ورسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA