ads

پر امنيت شورا د ناوی پیلای نيوكې

د امنيت شورا له لورې په سوريې کې د روان تاوتريخوالي پر وړاندې د ګامونو نه پورته کول د دې لامل شوى، چې د سوريې د واکمنو حوصلې نورې هم لوړې شي. د امنيت شورا له لورې په سوريې کې د روان تاوتريخوالي پر وړاندې د ګامونو نه پورته کول د دې لامل شوى، چې […]

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1390
پر امنيت شورا د ناوی پیلای نيوكې

د امنيت شورا له لورې په سوريې کې د روان تاوتريخوالي پر وړاندې د ګامونو نه پورته کول د دې لامل شوى، چې د سوريې د واکمنو حوصلې نورې هم لوړې شي.

د امنيت شورا له لورې په سوريې کې د روان تاوتريخوالي پر وړاندې د ګامونو نه پورته کول د دې لامل شوى، چې د سوريې د واکمنو حوصلې نورې هم لوړې شي.

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د نړيوالې ادارې کمېشنرې ناوی پیلای د ملګرو ملتونو له يوشمېر چارواکو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د امنيتي شورا لخوا د سوريې د کړکېچ د حل کولو په موخه يوې پرېکړې ته د رسېدو له ناکامېدو وروسته اوس د سوريايي چارواکو مورال نور هم لوړى شوى او دوى د لاريون كوونكو پروړاندې بريدونو ته نور هم زور ورکړى.

نوموړې دغه راز ويلي، چې په حمص ښار کې امنيتي وضعت له بل هر وخت ډېر ترينګلى دى او د امنيتي ځواکونو په بريدونو کې په سلګونه کسان وژل شوي.

پيلي له دولتي ځواکونو د زر ترزره د بريدونو د بنديدو غوښتنه وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA