د امريکا فضايي سازمان يا ناسا ويلي، چې د دغه سازمان د بوديجې د کمښت له امله اړ ده، چې له اروپايي فضايي اژانس سره د مريخ د پلټنې له ګډ پروګرامه لاس واخلي.
د امريکا فضايي سازمان يا ناسا ويلي، چې د دغه سازمان د بوديجې د کمښت له امله اړ ده، چې له اروپايي فضايي اژانس سره د مريخ د پلټنې له ګډ پروګرامه لاس واخلي.
ناسا او د اروپا فضايي اژانس د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو لپاره د مريخ د څېړنې لپاره دوه ګډ پروګرامونه درلودل.
په پام کې وه، چې دوه پلټونکي مريخ ته په دې موخه واستول شي، چې د هغې سيارې د خاورې بېلګه ځمکې ته راولېږدوي.
د دغه پروګرام موخه دا وه، چې په مريخ کې د احتمالي ژوند د نښو په اړه پلټنه وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


