وروسته له هغې، چې اسرائيلو پر ايران تور پورې کړ، چې په هند او ګرجستان کې يې د دوى پر سفارت بريدونه د ايران په ملاتړ ترسره شوي ايران يې بيا په غبرګون کې ويلي، چې پر دغو سفارتونو بريدونه اسرائيلو پخپله ترسره کړي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دا بريدونه خپله اسرائيلو په دې موخه کړي، چې له هندوستان او ګرجستان سره د ايران اړيکي خراب کړي.
د ويلو ده، چې تېره ورځ د هندوستان په ډيلي ښار کې د اسرايلو د سفارت په يوه موټر کې چاودنه وشوه، چې دوه تنه پکې ژوبل شول او دغه راز د ګرجستان په تبليسي ښار کې هم چاودنه رامنځته شوې.
تراوسه د دواړو چاودنو مسوليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ