په اروپايي هېوادونو کې د سختې يخنۍ له امله د مړو شويو کسانو شمېر ٦٠٠ تنو ته رسېدلى. ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې د واورې ډېر ورښت او سختې يخنۍ اوکراين او رومانيا هېوادونه ډېر ځپلي.
په اروپايي هېوادونو کې د سختې يخنۍ له امله د مړو شويو کسانو شمېر ٦٠٠ تنو ته رسېدلى.
ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې د واورې ډېر ورښت او سختې يخنۍ اوکراين او رومانيا هېوادونه ډېر ځپلي.
ځايي رسنۍ وايي، چې د رومانيا په بېلابېلو ښارونو کې د څو ورځو اورښتونو په پايله کې ګڼ شمېر کورنه د واورې لاندې شوي، چې ګڼ شمېر کسان د مرګ له ګواښ سره لاس او ګرېوان دي.
مرستندويه ټولنې وايي، چې دوى د خلکو په راويستلو بوخت دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


