د پاکستان لومړى وزير سيد يوسف رضا ګيلاني سترې محکمې ته د سپکاوي په تور تورن وپېژندل شوو. نومړى نن سهار پر ځايي وخت ٩ نېمې بجې سترې محکمې ته د دويم ځل لپاره حاضر شو، چې د قاضيانو د يوې ٧ کسيزه ډلې له لورې سترې محکمې ته
د پاکستان لومړى وزير سيد يوسف رضا ګيلاني سترې محکمې ته د سپکاوي په تور تورن وپېژندل شوو.
نومړى نن سهار پر ځايي وخت ٩ نېمې بجې سترې محکمې ته د دويم ځل لپاره حاضر شو، چې د قاضيانو د يوې ٧ کسيزه ډلې له لورې سترې محکمې ته د سپکاوي په تور تورن وپېژندل شو.
تراوسه څرګنده نه ده، چې د دغه سپکاوي پر وړاندې به نوموړي ته څه سزا واورول شي، خو له دې وړاندې داسې اټکلونه کېدل، که چېرې نوموړى تورن وپېژندل شي، نو له دندې به هم لرې کړاى شي او د بندله سزا سره هم مخامخ کېداى شي.
تېره ورځ نوموړي د يوه عربي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي که چېرې دى ګرم وپېژندل شي، نو نه به لومړى وزير پاتې شي او نه به مم دپارلمان غړى.
بلخوا بيا د نوموړي وکيل اعتزاز حسن د روانې مياشتې تر ٢٤ نېټې پورې له محکمې وخت غوښتى ترڅو په دې اړه سپېناوى وکړي، چې ايا ګيلاني تورن دى او کنه.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته په ليکه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


