ads

ګيلاني: زما موخه واكمني نه، بلكې د خپلو هېوادوالو خدمت دى

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضاګيلاني ويلي، چې دى په دې نه دى، چې واك ولري او که نه، ځكه د ده موخه د خپلو هېوادوالو خدمت دى. دغه څرګندونې نوموړي تېره ورځ د پنجاب ايالت په ګوجرانواله سيمه کې په يوه غونډه کې وكړې او زياته يې كړه، اوس هغه وختونه تللي، چې د […]

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1390

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضاګيلاني ويلي، چې دى په دې نه دى، چې واك ولري او که نه، ځكه د ده موخه د خپلو هېوادوالو خدمت دى.
دغه څرګندونې نوموړي تېره ورځ د پنجاب ايالت په ګوجرانواله سيمه کې په يوه غونډه کې وكړې او زياته يې كړه، اوس هغه وختونه تللي، چې د ګوندونو غړو به قرباني ورکوله اوس د ګوندونو مشران د خپلو غړو لپاره قرباني ورکوي.

ګيلاني دغه راز وويل، پاكستان، چې د دوى د ګوند د واکمنۍ پر مهال څومره پرمختګ کړى، فكر نه كوي، چې په بل کوم وخت کې يې كړى وي.

ګيلاني وروسته ترهغې دغه څرګندونې کوي، چې د دې هېواد سترې محکمې نوموړى دې محکمې ته د سپکاوي په تور ورغوښتى او سبا به د نوموړي په اړه د خپله پرېکړه وکړي.

که چېرې نوموړى تورن وپېژندل شي، نو له دندې به هم ګواښ شي او د بند له سزا سره به هم مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA