د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د يوې ترافيکې پېښې له امله د يوه ماشوم په ګډون ٦ تنه ووژل شول. ځايي چارواکي وايي، چې پېښه د کوټې ښار د چمن د لارې په اوږدو کې د ګړنک سيمې سره هغه مهال رامنځته شوه، چې يو لارۍ له يوې کرولا ډوله موټر
د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د يوې ترافيکې پېښې له امله د يوه ماشوم په ګډون ٦ تنه ووژل شول.
ځايي چارواکي وايي، چې پېښه د کوټې ښار د چمن د لارې په اوږدو کې د ګړنک سيمې سره هغه مهال رامنځته شوه، چې يو لارۍ له يوې کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ.
د دوى په وينا په دې پېښه كې د يوه ماشوم په ګډن ٦ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
سيمه ييز روغتيايي چارواکي وايي، چې د پېښې له ځايه ٦ مړي او يو شمېر ژوبل کسان دوى ته وروړل شوي، چې د ځېنو ژوبلو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د پېښې د رامنځته کېدو لامل تراوسه نه دى په ډاګه شوى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


