ads

عربي اتحاديه د سوريې په اړه په قاهره کې غونډه کوي

د عربي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د سوريې په اړه د وړاندي شوي پرېکړه ليک له ناکامېدو وروسته نن په قاهره کې غونډه کوي. د عربي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د سوريې په اړه د وړاندي شوي پرېکړه ليک […]

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1390
عربي اتحاديه د سوريې په اړه په قاهره کې غونډه کوي

د عربي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د سوريې په اړه د وړاندي شوي پرېکړه ليک له ناکامېدو وروسته نن په قاهره کې غونډه کوي.

د عربي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د سوريې په اړه د وړاندي شوي پرېکړه ليک له ناکامېدو وروسته نن په قاهره کې غونډه کوي.

راپورونه وايي، چې د بهرنيو چارو د وزيرانو د نننۍ غونډې  خبرې اترې به تر ډېره په سوريې کې د روان تاوتريخوالي د پايته رسولو او د حل لارو چارو په لټولو راوڅرخي.

ځېنو چارواکو ويلي، داسې آټکل کېږي، چې د نننۍ غونډې په ترڅ کې به د عربي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران پر دې سلا شي، چې  ملګرو ملتونه او د دې ټولنې يو پلاوى به په راتلونکو څو ورځو کې سوريې ته سفر وکړي ترڅو د ځايي دولت د اپوزيسيون له غړو سره خبرې اترې وکړي.

بلخوا نن په حمص ښار د دولتي ځواکونو هوايي بريدونه  لاهم روان دي، چې په پايله کې يې ٢٠ تنه وژل شوي او په لسګونه نور بيا ژوبل شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA