د ليبيا د پخواني واكمن معمر قذافي زوى ساعدي قذافي خبردارى وركړى، چې ډېر زر به د ليبيا د انتقالي شورا پر ضد په بغاوت لاس پورې كړي. نوموړي دغه خبردارى په نايجيريا كې يوه تلوېزيون سره د مركې پرمهال وركړ او زياته يې كړه، چې په ليبيا كې اوس هم د دوى پلويان شته او په دوى كې
د ليبيا د پخواني واكمن معمر قذافي زوى ساعدي قذافي خبردارى وركړى، چې ډېر زر به د ليبيا د انتقالي شورا پر ضد په بغاوت لاس پورې كړي.
نوموړي دغه خبردارى په نايجيريا كې يوه تلوېزيون سره د مركې پرمهال وركړ او زياته يې كړه، چې په ليبيا كې اوس هم د دوى پلويان شته او په دوى كې ځينې يې په واكمنې شورا كې هم دي.
ساعدي قذافي د خپل پلار د واكمنۍ د ړنګېدا په ورځو كې په نايجيريا كې سياسي پناه واخيسته او اوس هم هماغه هېواد كې اوسي.
نوموړي چې له العربيه تلوېزيون سره يې د ټليفون له لارې مركه كوله وويل، چې ډېر زر به ليبيا ته راستون شي.
ده زياته كړه، چې د ليبيا له وړو وړو سيمو څخه به د بغاوت دغه څپه راپورته او بلاخره به په يو لوى بغاوت بدل شي.
د ساعدي قذافي په وينا، دى د قذافي كورنۍ له نورو غړو، پوځ، وسله والو ملېشو او د انتقالي شورا له يو شمېر غړو سره په دوامداره اړيكه كې دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

