د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريد ۳ تنه ووژل شول. د ځايي چارواكو په وينا، دغه بريد نن سهار د ميرانشاه ښار په لويديزې څنډې كې پر يوه كور شوى دى.
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريد ۳ تنه ووژل شول.
د ځايي چارواكو په وينا، دغه بريد نن سهار د ميرانشاه ښار په لويديزې څنډې كې پر يوه كور شوى دى.
ويل كېږي په بريد كې ياد كور پر دوو مزايل توغنديو ويشتل شوى، چې له كبله يې كور هم زيانمن شوى دى.
په سيمه كې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې په بريد كې وژل شوي كسان ځايي مخالفين نه وو، خو د هغوى مړي ځايي طالبانو له ځانه سره نا معلوم لوري ته يوړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


