د هندوستان د کرناټک ایالتي غونډې پر مهال د غیر اخلاقي فلمونو دوو لیدونکو وزیرانو استعفا وکړه. یو ځايي ټلویزوني چینل د شمالي کرناټک اړوند حکومتي وزیر لکشمن سوادي او وزیر سي سي پاټل پرون د سه شنبې په ورځ د ایالتي غونډې پر مهال پخپلو
د هندوستان د کرناټک ایالتي غونډې پر مهال د غیر اخلاقي فلمونو دوو لیدونکو وزیرانو استعفا وکړه.
یو ځايي ټلویزوني چینل د شمالي کرناټک اړوند حکومتي وزیر لکشمن سوادي او وزیر سي سي پاټل پرون د سه شنبې په ورځ د ایالتي غونډې پر مهال پخپلو موبایلونو کې د غیر اخلاقي فلمونو د لیدلو په حال کې وښودل.
پر نوموړو دوو وزیرانو سربېره د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر کرشنا پالیمر هم له خپلې دندې استعفا کړې. پر نوموړي تور دی، چې دا ویډیو ده لکشمن سوادي ته استولې.
یادو وزیرانو نن د چهارشنبې په ورځ تر پرلپسې اعتراضونو او نیوکو وروسته خپلې استعفاوې وړاندې کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


