د یمن ګوښه شوي جمهور رييس علي عبدالله صالح پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د جمهوري رياست له ټاکنو وړاندې به خپل هېواد ته ستون شي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي تېره شپه اعلان وکړ، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به برخه اخلي.
د یمن ګوښه شوي جمهور رييس علي عبدالله صالح پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د جمهوري رياست له ټاکنو وړاندې به خپل هېواد ته ستون شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي تېره شپه اعلان وکړ، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به برخه اخلي.
علي عبدالله صالح په تېر نومبر میاشت کې د خلکو له پرله پسې اعتراضونو وروسته له دندې ګوښه شو او واک یی خپل مرستیال عبد ربی منصور هادي ته وسپاره.
ټاکل شوې، چې په یمن کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۱ نیټه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


