ads

مقرۍ د نړیوال کلي په کنسرټ کې

افغان سندرغاړى عبدالله مقرى وتوانيد چې په دوبۍ كې دايرېدونكي ستر نړيوال فيسټيوال( ګلوبل وېلېج ) ته لاره پيدا او په لسګونه زره نړیوالو ته په پښتو ژبه سندرې ووايي. افغان سندرغاړى عبدالله مقرى وتوانيد چې په دوبۍ كې دايرېدونكي ستر نړيوال فيسټيوال( ګلوبل وېلېج ) ته لاره پيدا او په لسګونه زره نړیوالو ته […]

نویسنده: The Killid Group
17 سلواغه 1390
مقرۍ د نړیوال کلي په کنسرټ کې

افغان سندرغاړى عبدالله مقرى وتوانيد چې په دوبۍ كې دايرېدونكي ستر نړيوال فيسټيوال( ګلوبل وېلېج ) ته لاره پيدا او په لسګونه زره نړیوالو ته په پښتو ژبه سندرې ووايي.

افغان سندرغاړى عبدالله مقرى وتوانيد چې په دوبۍ كې دايرېدونكي ستر نړيوال فيسټيوال( ګلوبل وېلېج ) ته لاره پيدا او په لسګونه زره نړیوالو ته په پښتو ژبه سندرې ووايي.

د نړیوال کلي يا ګلوبل وېليج د فیسټيوال په شپاړس کلن تاریخ کې عبدالله مقری لومړی افغان سندرغاړی دی چې د دغه فیسټیوال په عمومي سټېج كنسرټ وركوي او په زرګونه خلک يې ننداره کوي .

د دې کنسرټ چې له پنځو زرو زیاتو افغانانو او په زرګونه عربانو، هندیانو، اروپایانو او امریکایانو یې ننداره کوله، تر اټکل  زیات هرکلی وشو او د عبدالله  مقري ګڼې سندرې عربي او انګليسي ژبو ته وژباړل شوې.

دغه كار كه له يوې خوا په  دوبۍ او خليج كې مېشت زرګونه افغانان ډېر خوښ كړل، له بله پلوه يې افغاني موسيقي په يو نړيوال سندريز فيسټيوال كې وځلوله.

داسې اټکل دی چې دغسې هڅو په پراختیا سره به د افغانستان د سندريز هنر د نړيوال كېدو لپاره لا نوره هم لار پرانستل شي.

د دوبۍ کلنی فیسټيوال چې د ګلوبل وېلېج (نړیوال کلي) په نوم مشهور دی هر کال د ژمي په موسم کې د څلورو میاشتو لپاره  دايريږي. په دغه فیسټوال کې د هر هېواد هغه مطرح سندرغاړي چې نړيوال شهرت لري، د سندرو ویلو اجازه پیدا کوي او سږکال دا ویاړ عبدالله مقري وګاټه.

جالبه دا چې په دې نړيوال فیسټيوال کې د هرهېواد  لپاره ځانګړی ځای ټاکل شوی وی، خو د افغانانو لپاره ټاكل شوى ځاى تر ډېرو ځايونو ښه او پراخ و، ځكه چې په دې ځای كې د عبد الله مقري په سندرو كې ګڼو افغانانو چې افغاني لباس یې په تن و، د افغانستان ملي اتڼ ته څڼې وغورځولې.

عبدالله مقري په لومړيو کې د افغانستان د ودانيدو، د سولې، پرمختګ او نورو موضوعګانو په اړه سندري ووېلې. دا سندرې چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوې وې د نړیوالو پام هم ځانته واړولو. ګڼو افغانانو د مقري د دغو سندرو پر مهال اوښکې هم توی او لاسونه لپه کول چې د سولې او سوکالۍ څښتان شي.

د مقري په سندرو کې يو څرګند پيغام دا و چې نور دې په افغانستان كې جګړه بنده شي او افغانان دې پرېښودل شي چې د نړۍ د نورو خلكو په څېر په سوله او ارامۍ كې ژوند وكړي.

عبدالله مقرى د افغانستان د راديو او تلويزون پېژندل شوى سندرغاړى دى چې په هر ډول شرايطو كې يې د وخت د غوښتنو سره سم ډېرې خوږې او ښکلې سندرې د هنر مينه والو ته وړاندى کړې دي. مقری هغه اتل سندرغاړی دی چې تل يې  د افغانانو او افغانستان په حالاتو ژړلي دي، د هېواد مينه يې د خپل خواږه غږ په انګازو كې انځور كړې، د سولې  ګټې يې په خپله هنري ژبه بيان كړې او جګړه يې غندلې ده.

د عبدالله مقري سندرې د ولس سندرې دي چې د ولس د هرې غوښتنې انځور په كې ښكاري.

مقري په حقیقت کې د خلکو او ولس غوښتنې راغونډې کړې دي او بيا يې ولس ته د شعر او سندرې په ژبه اورولې دي.

د غزني په مقر کې  په يوه رحاني كورنۍ كې نړۍ ته راغلي مقری  د خپل کلي ، گيلان ښوونځى لوستى او بيا يې په مقر کې زده کړو ته دوام ورکړی دی. ديني زده کړې يې هم کړې دي او د هنر په برخه كې استاد نه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA