ads

د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې قصداً ولسي وګړي په نښه کېږي

په لندن کې د پلټونکي یا تحقیقاتي ژورنالیزم اداره وايي، چې امریکا د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په لوی لاس ولسي وګړي په نښه کوي. په لندن کې د پلټونکي یا تحقیقاتي ژورنالیزم اداره وايي، چې امریکا د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1390

په لندن کې د پلټونکي یا تحقیقاتي ژورنالیزم اداره وايي، چې امریکا د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په لوی لاس ولسي وګړي په نښه کوي.

په لندن کې د پلټونکي یا تحقیقاتي ژورنالیزم اداره وايي، چې امریکا د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په لوی لاس ولسي وګړي په نښه کوي.

په رپورټ کې ویل شوي، چې دا بې پیلوټه الوتکې د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي اى اې په امر په یوه سیمه کې تر برید وروسته، پر راټولو شویو ولسي وګړو او طالبانو بیا ځلي برید کوي.

دا رپورټ وروسته تر هغې خپرېږي، چې څو ورځې وړاندې د امريكا جمهور رييس بارک اوباما په یوه انټرنټي وینا کې ویلي وو، چې د دغو بریدونو موخه ترهګرې ډلې دي.

رپورټ د سیمې د عیني شاهدانو د څرګندونو پر اساس چمتو شوی – عیني شاهدانو ویلي، چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې نه یوازې عام ولسي وګړي په نښه کېږي بلکې د قبایلي شوراګانو غونډې هم تر برید لاندې راغلي.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ د دغو بریدونو پر سر اړیکې هم ترینګلې شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA