د خيبر پښتونخوا ايالات په لكي مروت ښار كې ناپېژاندو وسله والو د پوليسو پر ګزمې بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۳ سرتيري وژل شوي دي. ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه تېره شپه د لكي مروت په شهباز خېلو سيمه كې رامنځته شوې ده.
د خيبر پښتونخوا ايالات په لكي مروت ښار كې ناپېژاندو وسله والو د پوليسو پر ګزمې بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۳ سرتيري وژل شوي دي.
ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه تېره شپه د لكي مروت په شهباز خېلو سيمه كې رامنځته شوې ده.
دوى زياته كړې، چې د ناپېژاندو وسله والو په دې بريد كې يو سرتېر ټپي شوى هم دى، چې دا مهال په روغتون كې تر درملنې لاندې دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


