له مصر څخه په ترلاسه شويو رپورټونو کې ويل شوي، چې ۲۴ تنه چينايي کارګران له خپلو ژباړونکو سره تښتول شوي. په قاهره کې د چين سفارت اعلان کړی، چې يرغمل شوي کسان روغ رمټ دي، خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
له مصر څخه په ترلاسه شويو رپورټونو کې ويل شوي، چې ۲۴ تنه چينايي کارګران له خپلو ژباړونکو سره تښتول شوي.
په قاهره کې د چين سفارت اعلان کړی، چې يرغمل شوي کسان روغ رمټ دي، خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
ويل کېږي، چې تښتونکي په مصر کې د بدو قوم اړوند دي.
تښتونکې ډله وايي، تر هغې به دا چينايي کارګران خوشې نکړي، چې په ۲۰۰۴ کال بمي چاودونو کې د دوی يو نيول شوی غړی خوشی شوی نه وي.
په مصر کې دا چينايي وګړي داسې مهال يرغمل کېږي، چې هاخوا په سوډان کې هم د تېرې شنبې پر ورځ ۲۹ تنه چنيايي کارګران د يوې وسله والې ډلې لخوا تښتول شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


