ads

كلنټن: په سوريه کې حالات له کنټروله وتي

په  داسې حال کې چې د سوريي په اړه د ملګرو ملتو د امنيت شورا  مذاکرات پرون بې پايلې پای ته ورسېدل، د امريکا د بهرنيو چارو وزيره وايي، چې د سوريې ولس د وحشتانکو پېښو شاهد دى. په  داسې حال کې چې د سوريي په اړه د ملګرو ملتو د امنيت شورا  مذاکرات پرون […]

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1390
كلنټن: په سوريه کې حالات له کنټروله وتي

په  داسې حال کې چې د سوريي په اړه د ملګرو ملتو د امنيت شورا  مذاکرات پرون بې پايلې پای ته ورسېدل، د امريکا د بهرنيو چارو وزيره وايي، چې د سوريې ولس د وحشتانکو پېښو شاهد دى.

په  داسې حال کې چې د سوريي په اړه د ملګرو ملتو د امنيت شورا  مذاکرات پرون بې پايلې پای ته ورسېدل، د امريکا د بهرنيو چارو وزيره وايي، چې د سوريې ولس د وحشتانکو پېښو شاهد دى.

مېرمن هيلري کلنټن پرون د سې شبنې په ورځ وويل، چې په سوريه کې حالات له کنټروله وتي، خو د بشارالاسد وحشتناک حکومت به پای ته رسېږي.

نوموړې زياته کړه، دا خبره څرګنده ده، چې د سوريې دولتي ځواکونه د ټولو هغو بريدونو پيلونکي دي، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوی.

د ويلو ده، چې امريکا، برتانيه، فرانسه او د عربي ټولنې غړو هېوادونو له جمهور رييس بشارالاسد څخه غوښتي، چې له واکه ګوښه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA