د پاكستان د خيبر پښتونخوا په مركز پېښور کې يو ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې سخت دريزې ډلې ( انصار الاسلام) مشر اخونزاده په ګډون ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاكستان د خيبر پښتونخوا په مركز پېښور کې يو ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې سخت دريزې ډلې ( انصار الاسلام) مشر اخونزاده په ګډون ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په پېښور كې د پوليسو يوه افسر، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه بريد د دوشنبې په مازيګر شاوخوا څلور بجې په پخه غلام سيمه كې د انصارالسلام سخت دريزې ډلې د مشر په كور كې رامنځته شوى، چې له كبله يې د اخونزاده او بريدګر په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
نوموړي زياته كړه، د بريدګر عمر د اتلسو او شلو كالو په منځ كې او پلى د اخونزاده د نوي جوړېدونكي كور ته ورغلى و.
د ده په وينا، په وژل شويو كسانو كې د اخونزاده يو زوم او يو مزدور او په ټپيانو كې دوه ماشومان شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې په خيبر ايجنسۍ كې له تېرو څو كالو راهيسې لشكر الاسلام او انصار الاسلام سره خپلو كې جنګېږي، خو انصار السلام حكومت پولې ډلو څخه يوه ده او دا ډله په خيبر ايجنسۍ كې د امن كمېټې په نامه پېژندل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


