د پاکستان ځانګړو ځواکونو هغه اوازې په کلکه رد کړې، چې ګواكې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يوه بريد کې دې د پاکستاني طالبانو د تحريك مشر حکيم الله محسود وژل شوى وى.
د پاکستان ځانګړو ځواکونو هغه اوازې په کلکه رد کړې، چې ګواكې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يوه بريد کې دې د پاکستاني طالبانو د تحريك مشر حکيم الله محسود وژل شوى وى.
دغو ځواکونو وروسته له هغې په دې اړه څېړنې پيل کړې، چې ګڼ شمېر رسنيو د حكيم الله محسود د وژل كېدو راپورونه خپاره کړل.
هغه مهال راپورونو ويل، چې نوموړى د جنورۍ په ١٢مه نېټه د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى دى.
د پاکستان د متحدې استخباراتي ادارې استازو نن رسنيو ته وويل، چې حکيم الله محسود نه دى وژل شوى او هغه هسې اوازې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


