ads

دېرش كاله وروسته به بشر د طبيعي سرچينو له كمښت سره مخ شي

د ملګرو ملتونو په یوه  تازه راپور كې راغلي، چې تر راتلونکو ۳۰ کلونو پورې به د نړۍ نفوس له ۷ ملیاردو څخه ۹ میلیاردو ته ورسېږي او بشر به د طبعي سرچینو له کمښت او فقر سره مخ وي.     د ملګرو ملتونو په یوه  تازه راپور كې راغلي، چې تر راتلونکو ۳۰ […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1390
دېرش كاله وروسته به بشر د طبيعي سرچينو له كمښت سره مخ شي

د ملګرو ملتونو په یوه  تازه راپور كې راغلي، چې تر راتلونکو ۳۰ کلونو پورې به د نړۍ نفوس له ۷ ملیاردو څخه ۹ میلیاردو ته ورسېږي او بشر به د طبعي سرچینو له کمښت او فقر سره مخ وي.

 

 

د ملګرو ملتونو په یوه  تازه راپور كې راغلي، چې تر راتلونکو ۳۰ کلونو پورې به د نړۍ نفوس له ۷ ملیاردو څخه ۹ میلیاردو ته ورسېږي او بشر به د طبعي سرچینو له کمښت او فقر سره مخ وي.

د راپور له مخې په نړۍ کې د خوراکي توکو، اوبو او انرژۍ د تولید لپاره ډېر وخت نه دی پاتې او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یوه نوي اقتصادي او سیاسي پروګرام ته اړتیا ده.

د دغه پروګرام جوړول د هغه کنفرانس برخه ده، چې پنځه میاشتې وروسته یانې په راتلونکې جون میاشت کې د برازیل په پلازمینې ریوډي ژینیرو کې جوړېږي.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې له دولتونو هم غوښتل شوي، چې د ستونزې د حلولو لپاره خپلې موخې مشخصې کړي او له نړیوالو سازمانونو سره د چاپیریال ساتنې انقلاب سره همکاري وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA