د نیجریا پوځ د دغه هیواد په مایدوګوري ښار کې د بوکو حرام په نامه اسلامپالې ډلې ۱۱ وسله وال په ډزو ووژل. د نایجیریا چارواکي وايي، چې دا کسان یی د بورنو ایالت په مرکز کې د نښتې پر مهال وژلي، خو بلخوا بیا د بوکوحرام ډلې ویلي، چې د دوی غړي د پوځ لخوا
د نیجریا پوځ د دغه هیواد په مایدوګوري ښار کې د بوکو حرام په نامه اسلامپالې ډلې ۱۱ وسله وال په ډزو ووژل.
د نایجیریا چارواکي وايي، چې دا کسان یی د بورنو ایالت په مرکز کې د نښتې پر مهال وژلي، خو بلخوا بیا د بوکوحرام ډلې ویلي، چې د دوی غړي د پوځ لخوا په کورونو کې تر نیولو وروسته وژل شوي.
د ویلو ده، چې تېره اونۍ د نایجریا په کانو ښار کې د یو لړ پرله پسې چاودنو او بریدونو له امله ۱۵۸ تنه وژل شوي وو، چې یادې ډلې د دغو بریدونو مسولیت منلی و.
د بوکو حرام ډله وايي، چې دوی به د دولت پر ضد خپلو هڅو ته تر هغې دوام ورکړي تر څو په دغه هېواد کې اسلامي شریعت نافذ شوی نه وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


