په اتومي برخه كې د ملګرو ملتونو د نړيوال اټومي اژانس (آى اى اي اى) شپږ كسيز پلاوى په درې ورځني سفر ایران ورسېد. ايران ته د ياد پلاوي د سفر موخه په هغو مسائلو خبرې كول دي، چې لا حل شوي نه دي.
په اتومي برخه كې د ملګرو ملتونو د نړيوال اټومي اژانس (آى اى اي اى) شپږ كسيز پلاوى په درې ورځني سفر ایران ورسېد.
ايران ته د ياد پلاوي د سفر موخه په هغو مسائلو خبرې كول دي، چې لا حل شوي نه دي.
لويديځ هېوادونه ګومان كوي، چې ايران د اتومي پروګرام له لارې وسلې جوړوي، خو ايران تل دغه تورونه رد كړي او وايي، چې د دوى اتومي پروګرام د سوله ييزو موخو لپاره دى.
د نړيوالې اتومي اژانس پلاوى به د دې سفر پرمهال له ايراني چارواكو سره د خبرو اترو ترڅنګ د دې هېواد له اټومي تاسيساتو څخه هم ليدنه وكړي.
د ايران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي، دغه هېواد ته د نړیوال اټومي اژانس د پلاوي له راتګه هرکلی وکړ او ويې ویل، چې ایران تل له دغه اژانس سره ښه همکاري کړې.
نوموړی، چې دا مهال افریقايي هېواد ایتوپیا ته په سفر تللی، پخپلو تازه څرګندونو کې وویل، چې ایران نړیوال اټومي اژانس ته هر وخت شفاف معلومات ورکړي او هېڅ کوم پټ فعالیت نه ترسره کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې ایران ته راغلي د نړیوال اټومي اژانس پلاوي ته به لازم ځوابونه ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


