ads

د نړيوال اټومي اژانس مشر ايران ته د سفر اعلان وکړ

د نړيوال اټومي اژانس مشر يوکيا امانو ايران ته د يوه لوړ پوړي پلاوي د سفر اعلان وکړ او له يرانه يې وغوښتل، چې دې پلاوي سره همکاري وکړي. امانو، چې په سويس کې يې د اقتصاد نړيوالې ټولنې د غونډې په ترڅ کې د فرانسې له خبري اژانس سره خبرې  کولې وويل، چې د […]

نویسنده: TKG
8 سلواغه 1390
د نړيوال اټومي اژانس مشر ايران ته د سفر اعلان وکړ

د نړيوال اټومي اژانس مشر يوکيا امانو ايران ته د يوه لوړ پوړي پلاوي د سفر اعلان وکړ او له يرانه يې وغوښتل، چې دې پلاوي سره همکاري وکړي. امانو، چې په سويس کې يې د اقتصاد نړيوالې ټولنې د غونډې په ترڅ کې د فرانسې له خبري اژانس سره خبرې  کولې وويل، چې د ايران د اټومي پروګرام

د نړيوال اټومي اژانس مشر يوکيا امانو ايران ته د يوه لوړ پوړي پلاوي د سفر اعلان وکړ او له يرانه يې وغوښتل، چې دې پلاوي سره همکاري وکړي.

امانو، چې په سويس کې يې د اقتصاد نړيوالې ټولنې د غونډې په ترڅ کې د فرانسې له خبري اژانس سره خبرې  کولې وويل، چې د ايران د اټومي پروګرام د ناپوځيوالي په اړه ډاډمنتيا د ايران د نه همکارۍ له امله له ستونزو سره مخ شوې.

ټاکل شوې، چې دا پلاوی نن د شنبې پر ورځ ايران ته ورسېږي او له راتلونکې يکشنبې تر سې شنبې ورځې له ايراني چارواکو سره مذاکره وکړي.

د ويلو ده، چې ايران خپل اټومي پروګرام سوله ييز بولي، خو د اټومي انرژۍ نړيوال اژانس د دغه هېواد په اټومي فعاليتونو کې د پوځيوالي خبر ورکوي.

بلخوا بيا د اسرائيلو دفاع وزیر يهود باراک، چې دی هم د سويس په کنفرانس کې ګډون لري، خبرداری ورکړ او ويې ويل، ايران داسې يوه حالت ته نږدې کېږي، چې نور هېڅ بهرنی بريد نه شي کولای، چې د اټومي فعاليت مخه يې  ونيسي.

نوموړي زياته کړه، چې که پر ايران لګېدلي بنديزونه کار ورنکړي نو بايد له پوځي ځواک څخه کار واخيستل شي.

د ده په وينا، هغه څوک، چې وايي غوره ده ايران اټومي وسله ولري خو دا هيواد بمبارد نه شي، تيروتنه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA