د پاکستان خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، د زړه د ناروغۍ لپاره ککړو درملو زيات شمېر خلک د مرګ کومي ته لېږلي او دغه شمېره اوس ٨٤ تنو ته لوړه شوې.
د پاکستان خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، د زړه د ناروغۍ لپاره ککړو درملو زيات شمېر خلک د مرګ کومي ته لېږلي او دغه شمېره اوس ٨٤ تنو ته لوړه شوې.
په پنجاب ايالت کې روغتيا پالان بيا وايي، چې د دغو درملو له امله تراوسه ١٠٨ تنه مړه شوي.
د رېپوټونو پر بنسټ په لومړي سر کې په پنجاب کې د دغو درملو له امله ۲۷ تنه وژل شوي وو او دولت د همدې درملو توليدونکې فابريکه وتړله، خو وروسته بيا دا شمېره ۷۷ تنو او اوس تر سلو لوړه شوې ده.
بلخوا بيا د پنجاب ايالت والي شهباز شريف ويلي، چې د دې پېښې دعاملينو پر وړندې به کوټلي ګامونه پورته کړي او داسې درمل جوړونکې ټولې فابريکې به وتړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


