ads

پر ايران د بشر حقونو د څار ډلې نيوكې

د بشر حقونو څار ډلې نادولتي موسسې پرون د چارشنبې پر ورځ د یوې اعلامي په خپرولو سره ایراني چارواکي تورن کړل، چې په وروستیو څو اونیو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه خبریالان او ویبلاګران نیولي دي. د بشر حقونو څار ډلې نادولتي موسسې پرون د چارشنبې پر ورځ د یوې اعلامي په خپرولو […]

نویسنده: TKG
6 سلواغه 1390
پر ايران د بشر حقونو د څار ډلې نيوكې

د بشر حقونو څار ډلې نادولتي موسسې پرون د چارشنبې پر ورځ د یوې اعلامي په خپرولو سره ایراني چارواکي تورن کړل، چې په وروستیو څو اونیو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه خبریالان او ویبلاګران نیولي دي.

د بشر حقونو څار ډلې نادولتي موسسې پرون د چارشنبې پر ورځ د یوې اعلامي په خپرولو سره ایراني چارواکي تورن کړل، چې په وروستیو څو اونیو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه خبریالان او ویبلاګران نیولي دي.

دې سازمان په ورته وخت کې له ایراني چارواکو غوښتي، چې یا دې د نیول شویو خبریالانو جرمونه مشخص کړي او یا دې سملاسي خوشې کړي.

په دغه اعلامیه کې، چې د بشر حقونو څار ډلې په انټرنېټپاڼه کې خپره شوې،د منځني ختیځ څانګې د مرستیال جو اسټورټ له قوله راغلي، چې پر خبریالانو د ایراني چارواکو دا څپه د خلکو د ناخبره ساتلو لپاره یو بې شرمانه عمل دی.

ایراني چارواکو لا د دغې اعلاميې پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA