د خيبر پښتونخوا د مركز پېښور اړوند نمک منډيي کې د يوه کور د چت د رانسکورېد له كبله ٧ تنه مړه شول. ځايي چارواکي وايي، دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې د يوې درې پوړيزې ودانۍ درېيم چت ناببره ونړيد.
د خيبر پښتونخوا د مركز پېښور اړوند نمک منډيي کې د يوه کور د چت د رانسکورېد له كبله ٧ تنه مړه شول.
ځايي چارواکي وايي، دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې د يوې درې پوړيزې ودانۍ درېيم چت ناببره ونړيد.
دوى زياته چې له همدې امله دويم چت هم رانسکور شو او په پايله کې يې په دويم پوړ کې اوسېدونکې کورنۍ ٧ غړي ووژل شول.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې په وژل شويو کې دوه ماشومان او يوه ښځه هم شامل دي.
تراوسه د ودانۍ د نسکورېدو لامل نه دى په ډاګه شوى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


