متحده ایالاتو په سیچوان ایالت کې پر تبتي مظاهره کونکو د چین د امنیتي ځواکونو د برید په اړه اندیښنه ښودلې. د رپورټونو له مخې د تیرې دوشنبې په ورځ پر تبتی مظاهره کونکو د چین امنیتي ځواکونو په برید کې یو تن مړ او شاوخوا ۳۰ تنه نور ژوبل شول.
متحده ایالاتو په سیچوان ایالت کې پر تبتي مظاهره کونکو د چین د امنیتي ځواکونو د برید په اړه اندیښنه ښودلې.
د رپورټونو له مخې د تیرې دوشنبې په ورځ پر تبتی مظاهره کونکو د چین امنیتي ځواکونو په برید کې یو تن مړ او شاوخوا ۳۰ تنه نور ژوبل شول.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند پر وینا چې راتلونکې میاشت واشنګټن ته د چین د مرستیال ولسمشر د سفر پر مهال به،په دې اړه امریکا خپله اندیښنه ورسره شریکه کړي.
د تبتیانو د مدافع حقوقو ډلو ویلي چې دا پیښه د څو زره کسیزې مظاهرې پر مهال رامنځ ته شوه. د چین دولت په دې اړه خپاره شوي رپورټونه له واقیعته لرې بللي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


