ads

د بوكو حرام اسلامپاله ډلې ۱۵۲ غړي ونيول شول

د نايجيريا حكومت د بوكو حرام اسلامپالې ډلې د ۱۵۲ مشكوكو غړيو د نيول خبر وركړ. چارواكو زياته كړې، چې د دغې حزب ياد غړي پرون په كانو ښار كې د نايجيريا د امنيتي ځواكونو د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال نيول شوي دي. د نايجيريا حكومت د بوكو حرام اسلامپالې ډلې د ۱۵۲ مشكوكو […]

نویسنده: TKG
5 سلواغه 1390
د بوكو حرام اسلامپاله ډلې ۱۵۲ غړي ونيول شول

د نايجيريا حكومت د بوكو حرام اسلامپالې ډلې د ۱۵۲ مشكوكو غړيو د نيول خبر وركړ. چارواكو زياته كړې، چې د دغې حزب ياد غړي پرون په كانو ښار كې د نايجيريا د امنيتي ځواكونو د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال نيول شوي دي.

د نايجيريا حكومت د بوكو حرام اسلامپالې ډلې د ۱۵۲ مشكوكو غړيو د نيول خبر وركړ.

چارواكو زياته كړې، چې د دغې حزب ياد غړي پرون په كانو ښار كې د نايجيريا د امنيتي ځواكونو د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال نيول شوي دي.

د دوى په وينا په دغو عملياتو كې دوه تنه وژل شوي هم دي، خو دا چې دغه كسان څوك وو، په اړه معلومات نه دي وركړل شوي.

بوكو حرام د جمعې په ورځ د هغو پرله پسې چاودنو پړه پرغاړه اخيستې وه، چې له كبله يې ۱۵۰ تنه وژل شوي وو.

په سيمه كې د ميكوبي بلا په نامه يوه تن فرانسوي خبري اژانس (اى ايف پي) ته ويلي، چې امنيتي ځواكونو پر يوه كور چاپه واچوله او تر څو ساعتونو پورې د دواړو لوريو ترمنځ د ډزو لړۍ روانه وه.

د ده په وينا په دغې نښتې كې يو سړى او د هغه مېرمن ووژل شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA