د پاکستان په پنجاب ایالت کې د زړه ناروغانو ته د وړیا درملو ورکونکي یوه روغتون څخه د درملو د حساسیت له امله د مړو شمېره ۳۶ تنو ته ورسېده. په ورته وخت کې پاکستاني چارواکو د هغو دوو درمل جوړونکو کمپنیو د مسولینو د نیولو خبر ورکړى، چې دې روغتون ته یی درمل ورکول.
د پاکستان په پنجاب ایالت کې د زړه ناروغانو ته د وړیا درملو ورکونکي یوه روغتون څخه د درملو د حساسیت له امله د مړو شمېره ۳۶ تنو ته ورسېده.
په ورته وخت کې پاکستاني چارواکو د هغو دوو درمل جوړونکو کمپنیو د مسولینو د نیولو خبر ورکړى، چې دې روغتون ته یی درمل ورکول.
د پنجاب ایالت یوې روغتیايي سرچینې جهانزیب خان رسنیو ته ویلي، چې تر دې دمه د لاهور په بېلابېلو روغتونونو کې ۱۰۵ داسې ناروغان تر درملنې لاندې دي، چې د پنجاب د زړه ناروغیو درملنې د مرکز لخوا ورته وړیا درمل ورکړل شوي وو.
دا په تېرو څو ورځو کې په پنجاب ایالت کې ټوکېدلې داسې روغتیايي ستونزه ده، چې ګڼ ځایي خلک ورته اندېښمن دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


