ads

له ایرانه د تېلو پر وارداتو بندیز ولګول شو

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو پرون دې پرېكړې ته ورسېدل، چې  د ايران د اومو تېلو او پيترولو پر وارداتو بنديز ولګوي. دا بنديزونه به د روان ۲۰۱۲ ميلادي كال د جولای له مياشتې عملي شي.     د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو پرون دې پرېكړې ته ورسېدل، چې  د ايران […]

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1390
له ایرانه د تېلو پر وارداتو بندیز ولګول شو

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو پرون دې پرېكړې ته ورسېدل، چې  د ايران د اومو تېلو او پيترولو پر وارداتو بنديز ولګوي. دا بنديزونه به د روان ۲۰۱۲ ميلادي كال د جولای له مياشتې عملي شي.

 

 

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو پرون دې پرېكړې ته ورسېدل، چې  د ايران د اومو تېلو او پيترولو پر وارداتو بنديز ولګوي.

دا بنديزونه به د روان ۲۰۱۲ ميلادي كال د جولای له مياشتې عملي شي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې کاترين اشتون وويل، دا بنديزونه به ايران اړ كړي، څو خبرو ته كېني.

بلخوا ايران ويلي، چې پر دې هېواد دا ډول بنديزونه لګول ناجايز دي او دا كار به ناكام ثابت شي.

د ايران د بهرنيو چارو د وزرات وياند رامين مهمانپرست ويلي، چې دغه ګام ايران له خپل حق څخه نه شي منع كولى.

د يو بل خبر له مخې د امريکا د خزانه دارۍ  وزارت د ايران د سوداګرۍ بانک د هغو بانکونو په نوملړ کې راوست، چې د امريکا لخوا پرې بنديز لګېدلى.

دې وزارت د يوې اعلاميي په خپرولو سره ويلي، د دې کار لامل دا و، چې د سوداګرۍ بانک د ايران نورو هغو بانکونو او شرکتونو ته اقتصادي اسانتياوې برابروي، چې لا له وړاندې د امريکا له بنديزونو سره مخ دي.

د اعلاميې په بله برخه کې د ايران د سوداګرۍ بانک د ايران له اټومي پروګرام سره پر مستقيم مشارکت تورن شوى.

له دې تازه پرېکړې سره ټولټال د ايران ۲۳ اقتصادي بنسټونه، چې له ډلې يې ۴ بانکونه دي، د متحده ايالاتو له بنديزونو سره مخ شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA