ads

فرانسې ته د تركيې ګواښ

ترکيې فرانسې ته ګواښ کړی، چې که د دغه هېواد جمهور رييس نیکولا سارکوزي، د ارمنیانو د نسل وژنې اړوند قانون لاسلیک کړي، نو له بندیزونو سره به مخ شي. ترکيې فرانسې ته ګواښ کړی، چې که د دغه هېواد جمهور رييس نیکولا سارکوزي، د ارمنیانو د نسل وژنې اړوند قانون لاسلیک کړي، نو له […]

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1390
فرانسې ته د تركيې ګواښ

ترکيې فرانسې ته ګواښ کړی، چې که د دغه هېواد جمهور رييس نیکولا سارکوزي، د ارمنیانو د نسل وژنې اړوند قانون لاسلیک کړي، نو له بندیزونو سره به مخ شي.

ترکيې فرانسې ته ګواښ کړی، چې که د دغه هېواد جمهور رييس نیکولا سارکوزي، د ارمنیانو د نسل وژنې اړوند قانون لاسلیک کړي، نو له بندیزونو سره به مخ شي.

د دغه قانون پر اساس، چې د فرانسې په ولسي جرګه کې تر تصویب وروسته پرون د مشرانو جرګې لخوا هم تصویب شو، که څوک په لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثمانی حکومت په لاس د ارمنیانو له نسل وژنې انکار وکړي، نو مجرم پېژندل کېږي.

اوس که د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي دا قانون لاسلیک کړي، نو پلي کول یی لازمي ګرځي.

د ترکيې د کابینې وزیرانو دا مصوبه په بشپړه توګه غیر مسولانه بللې.

د ویلو ده، چې د فرانسې په ولسي جرګه کې د دغه قانون تر تصویب وروسته، ترکيې له فرانسې سره خپل سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکې وځنډولې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA