د پاکستان په قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ کې یوه ښونځي مخې ته دوو چاودنو یو امنیتي چارواکی وواژه او د ښونځي ودانۍ یی ړنګه کړه. دا چاودنه لنډیکوتل ته څېرمه په شیخ ملخېل سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان په قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ کې یوه ښونځي مخې ته دوو چاودنو یو امنیتي چارواکی وواژه او د ښونځي ودانۍ یی ړنګه کړه.
دا چاودنه لنډیکوتل ته څېرمه په شیخ ملخېل سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ځایی چارواکي وايي، چې لومړنۍ چاودنه تیره شپه وشوه چې له امله یی د ښونځي ودانۍ زیانمنه شوه.
دوی زياته كړه، دویمه چاودنه نن سهار د ښوونځي د دروازې مخې ته هغه مهال وشوه، چې کله امنیتي مسولین له سیمې د لیدو په حال کې وو.
د ځايي چارواکو په وینا، تر دې مهاله په خیبر ایجنسۍ کې د ناپیژاندو کسانو لخوا لسګونه ښونځي په بمونو الوځول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

