نن سهار د بغداد په صدر ښارګوټي کې د دوو موټر بم چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او تر ۳۸ زیات کسان ژوبل شول. د لومړنیو رپورټو پراساس لومړنۍ چاودنه د هغو کاریګرو ډلې تر منځ وشوه، چې د کارموندنې په موخه سره راټول شوي وو او دويمه هغه د ترافيكو اشارې ته
نن سهار د بغداد په صدر ښارګوټي کې د دوو موټر بم چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او تر ۳۸ زیات کسان ژوبل شول.
د لومړنیو رپورټو پراساس لومړنۍ چاودنه د هغو کاریګرو ډلې تر منځ وشوه، چې د کارموندنې په موخه سره راټول شوي وو او دويمه هغه د ترافيكو اشارې ته څېرمه، هغه مهال چې موټر ولاړ و رامنځته شوې ده
ویل کېږي، چې د لومړۍ چاودنې ډېری قربانیان همدا کاریګر او د دويمې هغې په موټرو كې سپاره كسان او لارويان دي.
ځايي چارواکو د تلفاتو د زیاتېدا وېره ښودلې.
په تېر ډيسمبر میاشت کې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی راغلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

