نن سهار د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريکا بې پيلوټه الوتکو تازه توغنديز بريد کړى، چې په پايله کې يې ٥ تنه وژل شوي دي.
نن سهار د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريکا بې پيلوټه الوتکو تازه توغنديز بريد کړى، چې په پايله کې يې ٥ تنه وژل شوي دي.
په سيمه كې يوه ځايي چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه بريد له ميرانشاه څخه نږدې دېرش كيلومتره لارې لويديځ ته په دېګان سيمه کې پر يوه موټر شوى دى.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه كې پنځه بهرني ترهګر، چې د تركمنستان هېواد اوسېدونكي وو وژل شوي دي.
د تېر ۲۰۱۱ ميلادي كال د نومبر له ۲۶ نېټې وروسته، هغه مهال چې امريكايي هوايي ځواكونو په مومند ايجنسۍ كې پر سلاله پوستې بريد وكړ او په ترڅ كې يې ۲۴ پاكستاني سرتيري ووژل شول، د پاكستان په قبايلي سيمو د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونه په ټپه درېدلي وو، خو اوس په دې وروستيو كې بيا پيل شوي او دا د تازه بريدونو درېيمه پېښه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

