د کرواشيا هېواد وګړي نن له اروپايي ټولنې سره د يو ځای کېدا لپاره په يوه ټولپوښتنه کې برخه اخلي. دا مهال دا هېواد د بېکارۍ د لوړې کچې له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د کرواشيا هېواد وګړي نن له اروپايي ټولنې سره د يو ځای کېدا لپاره په يوه ټولپوښتنه کې برخه اخلي.
دا مهال دا هېواد د بېکارۍ د لوړې کچې له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د کروشيا اصلي ګوندونه له اروپايي ټولنې سره د يو ځای کېدا پلويان دي او نظر پوښتنې هم ښيي، چې ډېری وګړي يی هم په همدې نظر دي.
که ننۍ ټولپوښتنه کې مثبتې رايی زياتې شوې نو کرواسي به د پخواني يوګوسلاويا دويم هېواد وي، چې له اروپايي ټولنې سره يو ځای کېږي.
اسلونيا لا له وړاندې د اروپايي ټولنې غړيتوب لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


