د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن ټینګار وکړ، چې ایران باید د هورمز تنګي له بندولو لاس واخلي. نوموړي په ورته وخت کې زیاته کړه، چې په سیمه کې د لاسوهنې هیڅ پروګرام نه لري.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن ټینګار وکړ، چې ایران باید د هورمز تنګي له بندولو لاس واخلي.
نوموړي په ورته وخت کې زیاته کړه، چې په سیمه کې د لاسوهنې هیڅ پروګرام نه لري.
راسموسن پرون په بروکسل کې وویل، چې ایران د نړیوالې ټولنې یو غړی دی او مسول دی، چې نړیوالو قوانینو ته غاړه کېږدي.
هغه د هورمز تنګي د تېلو د سوداګرۍ له پلوه مهم وباله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


